تکنالوجۍ

بسم الله الرحمن الرحیم ،الحمد لله رب العالمين والصلاه والسلام على سید المرسلين وعلى اله وصحبه اجمعين

ټکنالوجي او نوښت د هېوادونو د دوامدارې ودې او پرمختګ بنسټیز عناصر ګڼل کېږي. د انسان په هڅو او خلاقیت د ټکنالوجۍ پرمختګ له اوږدې مودې راهیسې په پرله‌پسې توګه دوام لري، او هر کال د نویو ټکنالوجیو د راڅرګندېدو شاهدان یو. د معاصرو ټکنالوجیو سره بلدتیا نه یوازې د حکومتدارۍ بڼه، سوداګریز نظام او اقتصادي جوړښت بدلولای شي، بلکې د انسانانو د ژوند طرز هم په بنسټیز ډول اغېزمنوي. په وروستیو لسیزو کې، ټکنالوجیکي پرمختګونو او ورسره تړلو بدلونونو په نړیوالو بازارونو، دولتي نظامونو او ورځنیو چارو ژورې اغېزې پرې ایښې دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، چې په هېواد کې د ټکنالوجۍ په برخه کې یوازینی باوري او مسوول بنسټ دی، هڅه کوي د نوې ټکنالوجۍ په اړه علمي پوهاوی رامنځته او پراخ کړي. د همدې موخې لپاره، یاد وزارت د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د څېړنو د ودې، او د تخنیکي او مخابراتي فعالیتونو د پراختیا په موخه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال په ترڅ کې د وزارت تر چتر لاندې د ټکنالوجۍ برېښنايي پاڼې (سیستم) جوړ کړ. د دغه سیستم اساسي موخې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د نوو نظریاتو ملاتړ او وده؛ د نوښتونو پېژندنه، ثبت او مستندسازي؛ د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې عامه پوهاوی او د معلوماتو شریکول؛ د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د اقتصادي فرصتونو، پانګونې او داوطلبۍ اړوند معلومات خپرول؛ د ټکنالوجۍ په برخه کې د ابتکاري نظریاتو پراختیا او پیاوړتیا؛ د نوښتګرو ځوانانو حقوقي او تخنیکي ملاتړ ته لاره هوارول. دغه سیستم د هېواد د علمي، تخنیکي او اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده چې د ټکنالوجۍ په برخه کې د نوښت فرهنګ پیاوړی کړي او ځوان نسل لا ډېرې لاسته راوړنې ته وهڅوي.

تکنالوجۍ

د تکنالوجۍ نشرات

د ۱۴۰۴ کال د وږي ۱۸ - وزارت مخابرات وتکنالوجۍ معلوماتی



Wed, Dec 09 2020 8:45 AM
د دواطلبی اعلان

د دواطلبی اعلان

د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو لابراتوار د وسایلو او اجناسو د تدارک او تهيې پروژې د تړون ورکولو پرېکړې د اعلان په اړه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۲:۰
د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان

د امنیتي کامرو د تجهیز او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ودانۍ د ساحې دیجیتلي کېدو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۲:۰
د تړون ورکولو پرېکړې د اعلان په اړه

د تړون ورکولو پرېکړې د اعلان په اړه

د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه



عکسونه او ویډیوګانې

image

image

image

image

image

image

image

image

image




Copyright © MCIT