په دغو ازموینو کې به پر هغو مهمو برخو تمرکز وشي چې د انټرنېشنل ټېلېکمیونېکېشن یونین International Telecommunication) Union ITU ـ) له خوا د 6G لپاره ټاکل شوې دي. په دې کې ډېر لوړ انټرنېټي سرعت، خورا کم ځنډ (Low Latency)، د میلیونونو وسایلو نښلول، او د حس کولو او اړیکو ګډ سیستمونه شامل دي.
د ټکنالوژۍ پراختیا کوونکي به د څېړنې او پرمختیا R&D ـترڅنګ د ازمایښتي ارزونو له لارې د 6G اساسي تخنیکي ستونزې حل کړي.
د چین د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د دغو ازمایښتي فریکونسیو تصویب به په چین کې د 6G ټکنالوژۍ د لوړ کیفیت پرمختګ ته قوي وده ورکړي.
د چین هېواد څخه ورسته دآی ام ټی پروموشَن ګروپ (IMT-2030 Promotion Group) له لارې د 6G پر څېړنو کار کوي، دغه ډله د مخابراتي شرکتونو، تخنیکي تجهیزاتو جوړونکو، پوهنتونونو، او څېړنیزو مرکزونو ګډه صنعتي ټولنه ده. دا نوې ازمایښتي جوازونه د 5G شبکو تر بریالي پلي کېدو او د 5G- Advanced نور ولولئ[PDF]پرمختللو خدماتو وروسته، د چین لپاره یو بل مهم پرمختګ بلل کېږي