ترکیې هېواد د جګړې لپاره د نوې ماډیولر ډرون ازموینه ترسره کړه

۱۴۰۴ کب ۲۷

4 دقیقې لوست

ترکیې هېواد د جګړې لپاره د نوې ماډیولر ډرون ازموینه ترسره کړه

ترکیې هېواد د جګړې لپاره د نوې ماډیولر ډرون ازموینه ترسره کړه

د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۰مه د ټرکش اېروسپېس اېنډسټرېز  Turkish Aerospace Industries)) له خوا په خپل رسمي اېکس X)) اکونټ کې داسې ویډیو خپره شوه چې پکې د (TAI Aksungur) بې‌پیلوټه جګړه‌ییزې الوتکېیو سی اې وي (UCAV ) الوتنه ښودل کېږي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د الوتکې تر وزرو لاندې دوه دسوپر شمشېک یو اې وي SÜPER ŞİMŞEK UAV)) جټ‌چلول شوي بې‌پیلوټه وسایل نصب شوي دي.

دغه ازمایښتي الوتنه ښيي چېترکيه Turke)) د ماډیولر ډرون جګړې ماډیولر ډرون وارفېر (Modular Drone Warfare) پر لور چټک ګامونه اخلي، په دې تګلاره کې لوی او د اوږدې مودې الوتنې وړ پلیټفارمونه کولی شي کوچني او کم مصرفېدونکي بې‌پیلوټه سیستمونه د بېلابېلو ماموریتونو لپاره واستوي.

په دغو ماموریتونو کې دقیق بریدونه پرېسژن سټرایکس (Precision strikes )، د دښمن د پاملرنې اړول ډېکوی (Decoy) او الکترونیکي جګړه الېکټرونیک وارفېر (Electronic warfare) شامل دي. همدارنګه، خپره شوې ویډیو ښيي چې د لوړ زغم لرونکې بې‌پیلوټه الوتکه د MALE ډول مېډیوم آلټیټیوډ لانګ اېنډیورنس (Medium Altitude Long Endurance) ټکنالوژۍ سره د جټ‌چلول شوو څو ماموریتی ډرونونو سره یوځای شوې ده. 

دا کوچني ډرونونه داسې طرحه شوي چې د دښمن د رادارونو د غولولو رېډار ډېسېپشن (Radar deception )، الکترونیکي جګړې الېکټرونیک وارفېر (Electronic warfare) او دقیقو بریدونو لپاره وکارول شي، دغه پرمختګ په داسې وخت کې اعلان شوی چې ترکیه د شبکې پر بنسټ ډرون جوړښتونو نېټورک سېنټرِک ډرون سِسټمز (Network-centric drone systems ) پراختیا چټکه کړې ده. په دې جوړښت کې کوچني او نسبتاً ارزانه ډرونونه د لویو او پرمختللو پلیټفارمونو تر څنګ ګډ عملیات ترسره کوي نور ولولئ[PDF]


Copyright © MCIT