د دواطلبی اعلان

Wed, Dec 09 2020 8:45 AM       Sun, Jan 20 2019 12:00 PM       کابل

په دې توګه د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهم فقرې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو لابراتوار د وسایلو او اجناسو د تدارک پروژه، د تدارکاتي مراحلو له بشپړولو وروسته، د محدودې داوطلبۍ له لارې د «ډيپ لاجیک لوژستیک سرویسس» شرکت ته چې د غازي لېسې شاته، جمال مېنه، د کابل ښار په مرکز کې موقعیت لري، د ټولیز مبلغ نه میلیونه او یو سل پنځوس او یو زره څلور سوه اته پنځوس (۹,۱۵۱,۴۵۸) افغانیو په ارزښت ورکړل شوه.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، د موجه دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیز ودانۍ په څوارلسم پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو پر بنسټ په لیکلې بڼه وړاندې کړي.

یادونه: دا اطلاعیه د تړون د عقد معنی نه لري، او تر هغه چې پورته موده بشپړه او قانوني مراحل ترسره نه شي، تړون به نه لاسلیک کېږي

https://mcit.gov.af/ps/all-tenders

والسلام

 

 

الحاج مولوی حمد الله " نعمانی"

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر

 

follow this tender on bellow social media

Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ