نوي نوښتونه
1404/2/25 د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت
نیویارک د متحده ایالاتو لومړنۍ ښار شو چې د ښار مرکزي سیمې ته د ننوتلو لپاره لږ تر لږه باید $9 ورکړۍ. لکه څنګه چې د نیویارک ښار د ټرانسپورټ چارواکو ویلي دي، د دغه طرحې د پلی کولو لپاره به د ۲۰۲۵ کال د جنوري په شپږمه ۱۴۰۰ کمرې په ۴۰۰ سړکونو او لارو کې ځای پر ځای شي. د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دې پلان مخالفت کړۍ خو د نیویارک چارواکو ویلي چې دوی د خپل پلان څخه د شاته کیدو هیڅ پلان نلري. د موټرونو ځانګړتیاوو ته په کتلو سره دوی باید دې سیمې ته د ننوتلو لپاره مختلف مقدار ورکړي، دغه مقدار به د یوې ورځې لپاره د لږ تر لږه $9 څخه لوړ وي. د دې پلان ساحه د نیویارک د مشهور پارک (سنټرل پارک) له جنوب څخه پیل کیږي او مشهور ځایونه لکه د امپایر سټیټ ټاور، ټایمز سکویر او د وال سټریټ مشهور سوداګریز ځایونه پکې شامل دي، دغهپلان د دی لپاره جوړ شوۍ ترڅو په مرکزي نیویارک کې د ترافیکو ډیر دروند بار کم شي (Eberhardt, 2025)