د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (سنبله، 1404)

۱۴۰۴ لیندۍ ۱۷

4 دقیقې لوست

د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (سنبله، 1404)

د علي‌بابا ګروپ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پام‌وړ نوښت  رامنځ ته کړی

د علي‌بابا ګروپ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پام‌وړ نوښت په موخه نوی چپ ماډل جوړ کړی چې د دې ګروپ د نیمه‌هادي ډیزاین څانګې، چې (T-Head) نومېږي، یو پرمختللی مصنوعي ځیرکتیا چپ طرحه کړی چې د کړنو له پلوه د نړۍ له مشهورو ماډلونو، په ځانګړي ډول د انویدیا (Nvidia) د H20 ګرافیکي پروسس واحد (GPU) سره سیالي کوي.

د چین مرکزي تلویزیون (CCTV) د راپور له مخې، دغه نوی چپ چې د ځانګړي هدف لپاره ادغام شوی سرکټ یا (PPU) بلل کېږي، د کړنو په ازموینو کې د انویدیا د H20 او (A800 GPU) ګانو سره پرتله شوی.

دغه موضوع لومړی ځل دی چې د علي‌بابا د نیمه‌هادي ډیزاین وړتیاوې په یوه رسمي دولتي خپرونه کې په څرګند ډول وړاندې کېږي، دا ګام داسې ښيي چې چینایي شرکتونه اوس د هغو پرمختللو چپونو په ډیزاین او تولید کې ځان‌بسیا کېدو ته رسولي، چې تر دې وړاندې یې د وارداتي برخو، په ځانګړي ډول د انویدیا د GPU ګانو، اړتیا لرله.

  دغه پرمختګ د چین د ټکنالوجۍ په ډګر کې د ځان‌بسیا کېدو او نړیوال سیالۍ پر لور د یوې نوې مرحلې پیل ګڼل کېږي نورولولئ(PDF)


Copyright © MCIT