د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د چټک پرمختګ او احتمالي خطرونو وضعیت

۱۴۰۴ کب ۴

4 دقیقې لوست

	د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د چټک پرمختګ او احتمالي خطرونو وضعیت

 نړۍ اوس د مصنوعي ځیرکتیا یا AI د چټک پرمختګ، لوړو پانګونو او سختې سوداګریزې سیالۍ پړاو تېروي. هره ورځ نوې وسیلې او ماډلونه بازار ته راځي، خو ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا چټکه وده کېدای شي ستونزې هم پیدا کړی. د دوی په اند، که احتیاط ونه شي، د “AI بوم” دا پړاو ښايي په احتمالي ناورین واوړي.

په وروستیو میاشتو کې د AI د خوندیتوب ځینو څېړونکو خپلې دندې پرېیښې دي. سربېره پر دې، د انتروپيک Anthropic)) له لوري د سا‌بُتاج رېسک (Sabotage Risk) په نوم راپور خپور شوی چې پکې د ناوړه کارونې خطرونو ته اشاره شوې ده. همدارنګه د سینګ لېر ېټي(Singularity) یا ټکنالوژیک بحثونه، او د AI د قوانینو ناهماهنګي هم اندېښنې زیاتوي. دا ټولې نښې ښيي چې که روښانه چوکاټ او قوي څارنه ونه شي، AI له کنټروله وتلی شي.

اکسفورد پوهنتون (University of Oxford) د مصنوعي ځیرکتیا پروفیسور مایکل وول-ډریج (Michael Wooldridge) خبرداری ورکړی چې که د AI بې‌مهاره سیالي همداسې روانه وي، ښايي پایله یې د هِنډن‌برګ (Hindenburg) ډوله ناورین وي. مطلب دا چې داسې لویه تخنیکي ناکامي رامنځته شي چې د خلکو نړیوال باور سخت زیانمن کړي او AI د خلکو په نظر یوه ناکامه ټکنالوژي وګرځي.

وولډرېج وايي ډېری ټکنالوژیک شرکتونه د خوندیتوب پر ځای چټکتیا او ګټه لومړیتوب ګرځوي. د هغه په وینا، دا یوه پېژندل شوې سناریو ده: یوه ډېره هیله‌منه ټکنالوژي چې لا پوره ازموینه او تنظیم نه لري، خو سوداګریز فشار پرې ډېر لوړ وي.

هغه ټینګار کوي چې اوسني لوی ژبني ماډلونه (LLMs) د احتمال پر بنسټ ځوابونه ورکوي، نه د ژور فهم پر اساس. له همدې امله یې وړتیاوې یوشان نه ده؛ ځینې کارونه ډېر ښه ترسره کوي، خو کله ناکله په ساده موضوعاتو کې هم تېروتنه کوي.

کله چې د (LZ 129 Hindenburg) په نوم مسافر وړونکې هوايي بېړۍ وچاودېده. دا پېښه دومره لویه وه چې د مسافرو وړونکو هوايي بېړیو پر ټکنالوژۍ د خلکو باور له منځه ولاړ. وولډرېج خبرداری ورکوي چې که د AI په برخه کې جدي خوندیتوب تدابیر و نه نیول شي، ښايي ورته یوه لویه پېښه د دې ټکنالوژۍ راتلونکی له خطر سره مخ کړي.

په ټوله کې، کارپوهان وایي AI ډېر فرصتونه لري، خو د خوندي کارونې، روښانه قوانینو او اخلاقي اصولو پرته یې چټکه پراختیا ښايي ستونزې رامنځته کړي


Copyright © MCIT