د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (جدی 1404)
۱۴۰۴ سلواغه ۸
4 دقیقې لوست
د کوانټم کمپیوټر؛ د نړۍ د راتلونکو بدلونونو د وړاندوینې نوې ټکنالوجۍ
دا بېساری او پیاوړی کمپیوټر، چې د ډېرو لپاره لا هم یوه معما ښکاري، یوازې یو عادي محاسبوي وسیله نه ده، بلکې داسې پرمختللې ټکنالوجۍ ده چې د اقتصادي امنیت، بېټکواین، حکومتي رازونو، نړیوال اقتصاد او ګڼو نورو حساسو برخو لپاره بنسټیز اهمیت لري. دا ټکنالوجۍ د
کوانټم کمپیوټنګ
په نوم پېژندل کېږي او د دودیزو کمپیوټرونو په پرتله څو چنده چټکه او ځواکمنه ده.
ویل کېږي چې دا کوانټم کمپیوټر به وتوانېږي د ۲۱مې پېړۍ او راتلونکو کلونو په اوږدو کې د هېوادونو او لویو شرکتونو د بریا او ناکامۍ احتمالي بهیرونه وارزوي او وړاندوینه یې وکړي. د راپورونو له مخې، دا کمپیوټر چې
(ولو)
نومېږي، د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د ځمکې له سطحې شاوخوا یو متر پورته نصب شوی دی، کله چې څوک دغه کمپیوټر له نږدې وګوري، نو ښايي حیران شي، ځکه نه پکې سکرین شته او نه هم کيبورډ. د هولوګراف کامرو او د دماغ لوستونکو چېپونو تصور خو لا پرېږدئ. «ولو» د تېلو د یوه لوی بېلر په څېر د ګردو ډیسکونو یوه مجموعه ده چې د سلګونو ځانګړو، کنټرول کېدونکو تارونو له لارې یو له بل سره نښلول شوي دي.
له ظاهره دا سیستم د اتیایمې لسیزې د وسایلو په څېر ساده ښکاري، خو که د کوانټم طرحه لکه څنګه چې پلان شوې عملي شي، همدغه تارونه او ډیسکونه به د نړۍ د بدلون لامل شي. د دې حیرانوونکي کمپیوټر د نندارې پر مهال، وروسته له ګڼو سختو امنیتي پلټنو، د ګوګل د کوانټم څانګې مشر
هارټمټ نیون
موږ ته وویل: «زموږ د کوانټم مصنوعي ځیرکتیا خونې ته ښه راغلاست.»
نوموړی هڅه کوي چې د فزیک ټولې پېچلې نظریې د فعاله کمپیوټري محاسبې برخه وګرځوي. د هغه په وینا: «موږ باید هغه مسایل حل کړو چې تر اوسه د حل وړ نه ښکاري.» همدا لیدلوری دی چې کوانټم کمپیوټر د راتلونکي نړۍ د یو انقلابي بدلون نښه ګرځوي.
نور ولولئ (PDF)
Share on Facebook
Share on Twitter
Share on WhatsApp
Copyright © MCIT