د AI او 5G یوځای کېدل د ټیلیکام په برخه کې:
د مصنوعي ځیرکتیا (AI) او ۵G ټکنالوژۍ ګډ پرمختګ د ټیلیکام صنعت په بڼه او د نړۍ په ارتباطي نظامونو کې لوی بدلونونه راولي دا دوی ټکنالوژۍ په ګډه داسې هوښیار، چټک، او ځان-سمون موندونکي شبکې جوړوي چې د مخابراتو، روغتیا، سوداګرۍ، او نورو برخو د ودې لپاره مهم فرصتونه برابروي او ۵G د ډېرو لوړ سرعت، ټیټه ځنډ (Latency)، او پراخه پوښښ شبکه برابروي، چې دا د ډیری وسیلو د یو ځای اتصال امکان زیاتوي په دغه برخه کې AIمصنوعی ځیرکتیا د شبکې د فعالیتونو څارنه کوي او ستونزې په اوتومات ډول حلوي او شبکې ته اجازه ورکوي چې د کارونکي اړتیاوو ته په وخت ځواب ووایي.