د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (قوس 1404)
۱۴۰۴ مرغومی ۴
4 دقیقې لوست
هند هېواد د (BlueBird 6) ریکارډ جوړونکی سپوږمکۍ په بریالیتوب سره مدار ته واستاوه
دهند هېواد یوه توغندي د BlueBird 6)) په نوم د سمارټفون لپاره یو ریکارډ جوړونکی سپوږمکۍ په بریالیتوب سره مدار ته واستاوه.
(BlueBird 6)چې د ټېکساس مېشت شرکت AST (SpaceMobile) لهخوا جوړ شوی، د هند هېواد د LVM3)) توغندي پر مټ د سهشنبې په شپه د امریکا د ختیځ وخت له مخې په ۱۰:۲۵ بجو ۰۳:۲۵ نړیوال وخت او د هند د معیاري وخت له مخې د دسمبر ۲۴مه، سهار ۸:۵۵ بجې د هند د ستیش دهون فضایي مرکز څخه وتوغول شو.د پلان له مخې، LVM3)) توغندي له توغولو شاوخوا ۱۵ نیمې دقیقې وروسته دا سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې څخه شاوخوا ۳۲۴ میله (۵۲۱ کیلومتره) لوړ مدار ته ورساوه.
د(AST SpaceMobile) شرکت د ټیټې ځمکني مدار (LEO) لپاره د سپوږمکیو یوه منظومه طریقه جوړوي، چې موخه یې د عادي سمارټفونونو لپاره له فضا څخه د پراخ باندې انټرنېټ خدمت برابرول دي.
تر اوسه دې شرکت شپږ فعاله سپوږمکۍ مدار ته استولي دي، چې له دې ډلې پنځه یې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د (SpaceX Falcon) 9 توغندي له لارې یوځای توغول شوې وې. پخوانۍ سپوږمکۍ، یعنې (BlueBird 1) تر 5 پورې، د ۶۹۳ مربع فوټه (۶۴.۴ مربع متره) مخابراتي انتنونه لري، چې تر دې دمه په ټیټ ځمکني مدار کې تر ټولو لوی پرانیستل شوي انتنونه بلل کېږي.
BlueBird 6) دا ریکارډ په څرګنده توګه ماتوي. دا د AST SpaceMobile د نوې نسل سپوږمکیو لومړنۍ بېلګه ده، چې هره یوه یې نږدې ۲۴۰۰ مربع فوټه (۲۲۳ مربع متره) مخابراتي انتن لري نور ولولئ (PDF)