د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (عقرب 1404)

۱۴۰۴ مرغومی ۳

4 دقیقې لوست

د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (عقرب 1404)

په متحده ایلاتو کې د سایبر امنیت اکاډمۍ د جوړولو عاجله اړتیا

د انټرنیټ امنیت اتحادیه (ISA) په وینا، د متحده ایالاتو لپاره عاجل اړتیا ده چې یو مجازی سایبر امنیت اکاډمي جوړه کړي، ترڅو د ملي امنیت لپاره دسایبری حملی دفاع کوونکي وروزي.

د ISA اتحادیی په وروستي تازه معلوماتو کې راغلی چې د دوی د ملی دفاع سایبر ګواښ پر زیاتیدو دی، ویل شوي چې فدرالي حکومت باید هغه هوډ او ژمنتیا وښيي چې د دویم نړیوال جنګ په پای کې یې متحده ایالات د فضایي ځواکونو اکاډمي د جوړولو پر مهال وښوده، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هېواد ته روزل شوي کسان شتون لري چې په نوې هوايي جګړه کې یې دفاع وکړي.

 ISA اتحادیه ټینګار کړی چې نن ورځ، متحده ایالات له یوې ورته جدي کمښت سره مخ دی، دا ځل د ډیجیټل جګړې په برخه کې دغه هېواد د هرې مهمې بنسټیزې برخې، د ښه تمویل شوي هیوادونو له خوا پرلپسې سایبر بریدونو سره مخ دی، او موږ هغه کافي روزل شوي کارکوونکي نه لرو چې د حکومت او خصوصي سکتور سیستمونه وساتي.

راپور څرګندوي چې که څه هم په سایبر امنیت کې د پام وړ پانګونه شوې، خو د کار ځواک کمښت دومره جدي دی چې په ټوله هېواد کې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ تر ۷۵۰،۰۰۰ پورې سایبر امنیت خالي پوستونه شتون لري، چې پکې شاوخوا ۳۵،۰۰۰ پوستونه یوازې د فدرالي حکومت لپاره خالي دي.

ISA اتحایه ټینګار کوي چې متحده ایالات باید د دویم نړیوال جنګ وروسته ښودل شوې عاجلې عمل ته ورته عاجلتیا وښيي. که څه هم ځینې حکومتي پروګرامونه شته چې د سایبر امنیت روزنې لپاره د حکومت خدمت ته وده ورکوي، لکه څنګه چې د مجازي اکاډمي پلان لري، خو دغه پروګرامونه ډېر کم دي. موږ  باید دا ستونزه په پراخه کچه حل کړو. نور ولولئ (PDF)


Copyright © MCIT