د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (اسد، 1404)

۱۴۰۴ لیندۍ ۱۶

5 دقیقې لوست

د معلوماتي ټکنالوجۍ نوي بدلونونه او پرمختګونه (اسد، 1404)

د فیسبوک ,انسټاګرام او واتساف لپاره د(AI)نوی فیچر(ځانګړتیا) معرفی کړی

میټا په دې وروستیو کې په مصنوعي ځیرکتیا (AI) کې د خپل ځواک د لوړولو لپاره پراخې پانګونې کړي، څو له (OpenAI) او (Google) سره په سیالۍ کې ودرېږي، د دې سیالۍ اصلي هدف دا دی چې د میټا په خدماتو کې د AI جوړو شویو عکسونو او ویډیوګانو کیفیت لوړ شي د بېلګې په توګه، د (Meta AI) اپلیکیشن کې د AI عکسونو فیډ، د فیسبوک د پوسټ جوړولو پر مهال د AI عکس جوړولو تڼۍ، او په (WhatsApp) او انسټاګرام کې د AI عکسونو جوړولو انتخابونه شامل دي.

سربېره پردې، میټا د فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ نوی د ژباړې فیچر هم معرفي کړی، چې د دې له مخې د کاروونکو لخوا جوړ شوی مواد په بېلابېلو ژبو ژباړلي شي. په دې توګه د بېلابېلو ژبو ویونکو کاروونکو ته فرصت برابر شوی، ترڅو خپلې ویډیوګانې او ریلز(لنډو ویډیوګانو)د  نړیوالو نندارچیانو لپاره په نورو ژبو وړاندې کړي. اوس مهال دا وسیله د انګلیسي او هسپانوي ژبو لپاره فعاله ده او ډېر ژر به نورو ژبو کې هم فعال شی نور ولولئ (PDF)


Copyright © MCIT